جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د افغانستان د فتحې څلورم کال نمانځل او ځوانانو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
