نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۱۵
نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د وایګل ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري په یادې ولسوالۍ کې د وایګل نارینه لېسې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دولسم ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې دولسم ټولګي لوبډلې خپلې سیالې یوولسم ټولګي لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د والیبال لوبو ته وده ورکول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د وایګل ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۹
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، مولوي احمدالله وثیق وویل:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، مولوي احمدالله وثیق وویل:

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۵
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل:

په بریالیتوب سره د دغې بین اللمي جشنوارې د پای ته رسېدو مبارکي وایم.

دا د افغانستان لپاره غټه لاسته راوړنه ده، چې په یو وخت کې د شبږو هېوادونو مېلمانه او ورزشکاران راغلي وو او ښې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS