کونړ؛ آسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۹
کونړ؛ آسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د آسمار ولسوالۍ په زربټ ډاگ سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ د کرهالې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د کرهالې او دوبۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کرهالې لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې دوبۍ لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره يواځې ۹۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۵ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه په يادې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ لوبې ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۸
Background image

ننګرهار ولایت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې، په ځانګړي ډول ځوانان یې د نورو بوختیاو ترڅنګ له ورزش سره ځانګړې مینه لري او په بېلابېلو ورزشي رشتو کې پر تمریناتو بوخت دي.

د دغه ولایت ورزش ریاست د تېر په څېر په ۱۴۰۴ کال کې هم د ورزش په برخه کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په کلک ملاتړ غوره فعالیتونه ترسره کړي دي او زیات شمېر سترې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۶
Background image

د غزني مرکز کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت يو ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او یو تن سوداګر مرتضی له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د دوو ميليونو ډالرو په ارزښت ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱ - ۱۳:۴
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ژمني جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شهرستان ولسوالۍ کې د ژمي جام په نوم د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې څلور. . .

BACK TO NEWS