پکتیا کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سبک ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۲ تنه غوره ورزشکارانو د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د پکتيا ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
