پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د جمناستک سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار منور کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستک دوستانه سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د غوره لوبغاړو د موندلو او جمناستک ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې فولاد لومړی، فیصل دویم او سید محمد درېیم مقام خپل کړ.
