بلخ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۵۳
بلخ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشريف ښار په رحيمي کمپ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو په عمري او لسو بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې له هر وزن څخه څلور تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه غوره پهلوانان کېږي د بلخ ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۹
Background image

کونړ؛ آسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د آسمار ولسوالۍ په زربټ ډاگ سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۷
Background image

ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د زم زم شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۲۱:۵۲
Background image

ننگرهار؛ هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت. . .

BACK TO NEWS