د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اداري پلاوي د هېواد له ورزشي جمنازیوم او د پارالمپیک له دفترونو څخه لیدنه وکړه.
په دغه پلاوي کې د بدني روزنې او ورزش مالی او اداري رییس احمد ناصر زاخیلي او داخلی تفتیش آمر ښاغلی ملیار نیازي وال حضور درلود.
په همدې حال کې د هېواد د پارالمپیک ورزشکارانو هم د لوبډلې د مشرتابه هرکلی وکړ او د هېواد د پارالمپيک ورزشکارانو د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له مشرتابه وغوښتل چې د معلوله ورزشکارانو ته زياته پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو ورزشی نمایشات ترسره کړ.
