پکتیکا؛ ګومل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۸:۱۷
پکتیکا؛ ګومل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سروبي ایګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خیر منځو او سروبي ایګل ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سروبي ایګل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو څلور اورونو کې یې د یوې ویکټې په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٤١ منډو هدف وټاکه. خير منځو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د دوو ویکټو په زیان ٣٠ منډې وکړې او د لسو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې اووه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو موټر سایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۵۰
Background image

پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالي کي د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په خیرکوټ په ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۲:۴۹
Background image

کندز ؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۵۹
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS