دایکندي کې د والیبال سیالۍ د شهرستان اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۳۸
دایکندي کې د والیبال سیالۍ د شهرستان اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ولسوالیو جام په نوم د والیبال سیالۍ د شهرستان اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شهرستان اتحاد لوبډلې خپلې سیالې الف مرکز لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

په دغو سیالیو کې وحید الله غوره لوبغاړی، سمیع الله غوره شوټر او رحمان قرباني غوره سنټر وپېژندل شول.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه نیمه اونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS