خوست؛ فولاد لوبډلې د تياکي کرېکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۲:۳۳
خوست؛ فولاد لوبډلې د تياکي کرېکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په تياکي سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د تياکي کرېکټ ليگ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د فولاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د فولاد او تياکي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. تياکي ځوانانو لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وگړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې فولاد لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د درې ویکټو په توپير يې اتلولي خپله کړه.

د ويلو وړ ده ،چې د يادو سياليو په پای کې لوبډلو او لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS