پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د کې ون سبک راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS