غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د نویو ځوانانو له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۱۵
غور؛ تولک ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د نویو ځوانانو له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د « افتاب اميد » جام په نوم د ۹ لوبډلو ترمنځ د نویو ځوانانو له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې سرخ پوشان لوبډلې خپلې سیالې ستارګان لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، دوې اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS