د چین په کوربتوب د ووشو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو دوه مډالونه وګټل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۹:۹
د چین په کوربتوب د ووشو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو دوه مډالونه وګټل

د چین هیواد د شانګ های ښار په کوربتوب د نویو ځوانانو او ځوانانو د ووشو دوولسم پړاو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو یو د نقرې او یو د برنزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې " محمد طه اسحاقي " د تالو په سبک کې د مکاو او برونای هیواد سیالانو ته ماته ورکړه او د نقرې مډال یې وګاټه، همدارنکه احمد اکبري په ساندا سبک او ۵۲ کیلو وزن کې له یوه استراحت او ترکمنستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال په خپل نوم کړ، که چېرته اکبري سبانۍ سیالي له چین تایپي سیال څخه وګټي؛ نو د نقرې مډال به ترلاسه کړي.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د ووشو اووه کسیزې لوبډلې ګډون کړی، چې پنځه ورزشکاران او دوه د اړوند فدراسیون استازي پکې شامل دي. یادې سیالۍ د روانې

میلادي میاشتې تر ۳۰ مې نېټې دوام کوي.

ـــــــــــــ

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۵
Background image

نیمروز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د يوولسم الف ټولګي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ش.ه.يد ګل محمد لېسې ټولګیو جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۱
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS