هرات کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کان کراټې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۸
هرات کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیوکوشین کان کراټې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیوکوشین کراټې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ په کانچو ماتسو شیما سبک کې د کیوکوشین کان کراټې څلور دېرشم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۷۴ تنو ورزشکارانو د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د یادو سیالیو موخه د کراټې ورزش ته وده ورکول، د هرات منتخبه سیالیو ته د ورزشکارانو لا ښه چمتووالی او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS