دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سیمرغ مرکز بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۵۷
دایکندي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سیمرغ مرکز بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سنګ تخت و بندر ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پيل شوې وې د سیمرغ مرکز بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې سیمرغ مرکز بندر لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او له نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېری والی و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS