زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ دنويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد نادر خان کلب لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د فول رزم سیالیو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
