د کابل الف هنډبال لوبډلې د کابل غوره لیگ اتلولۍ جام وګاټه
کابل الف هنډبال لوبډلې د غوراوي پړاو دغه سيالۍ چې د اسد د مياشتې په لسمه نيټه پیل شوې وې نن د 1400 کال د عقرب د مياشتې په 10 نيټه د کابل الف او پولی تختیک او کابل الف ټيمونو د لوبی ترسره کوولو وروسته پاى ته ورسيدې چې په نتيجه کې يې د کابل الف لوبډلی په ګټه پاى ته ورسيدي
د هنډبال د ملي فدراسيون فنی او مسلکي مرستيال علي فياض بارکزي په وينا دغه سيالۍ له کابل څخه د لسو لوبډلو په ګډون په لاره اچول شوې دي.
د بدني روزنې او سپورت عمومي رييس او د المپيک د ملي کمېټې رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن د پايلوبې څخه د ليدنې تر څنګ ورزشکارانو ته په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې هندبال ډېره په زړه پورې لوبه ده او موږ ټول له تاسو څخه دا هيله لرو چی د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست به د سپورت د مقام د لوړولو په موخه هراړخیزې هڅې وکړي او په کورنیو او بهرنیو ډګرونو کې به د هېواد د بیرغ په لوړولو کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموی.
ښاغلي مطمئن همدا راز زیاته کړه، ورزش ته د ځوانانو هڅول زموږ د ټولو دیني او وجداني دنده ده ځکه سپورت د اسلام په سپیڅلي دین کې ځانګړی ځای لري او دا زموږ ټولو دنده ده چې ځوانان لوبو ته وهڅوو.
مراسمو په وروستيو کې د بدني روزنې او سپورت عمومي رييس او د المپيک د ملي کمېټې رئيس او ورسره مل پلاوي په لومړي، دويم او درېيم مقامونو غوره لوبډلو ته چمتو شوي کپونه او مډالونه وويشل.
