پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۵۶
پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سروضې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یاران لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې شاهد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۲۵
Background image

سمنگان؛ خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خلم ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۸:۵۵
Background image

کابل ـ والیبال لیګ؛ سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې

د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم د پيل شوي افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو سياليو کې نن سرې میاشتې او کام ایر لوبډلو سیالۍ وګټلې، د نننیو سیالیو لیدو ته حافظ انس ح.ق. . .

BACK TO NEWS