کابل؛ د سنوکر کلبونو له ۱۰۰ زياتو مالکينو سره د سنوکر اصلاحي اصولو د عملي کولو ناسته وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۲۲:۳۵
کابل؛ د سنوکر کلبونو له ۱۰۰ زياتو مالکينو سره د سنوکر اصلاحي اصولو د عملي کولو ناسته وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت ارشاد رياست، امر بالمعروف وزارت او سنوکر ملي فدراسيون په ګډه همغږۍ، د هېواد سنوکر کلبونو لپاره د ټاکل شویو اصلاحي اصولو د پلي کولو په موخه د کابل ښار د سنوکر کلبونو له ۱۰۰ زياتو مالکينو سره ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د ياد رياست ورزشي سلاکار او د همدې فدراسيون فني معاون ګلاب الدين خپلواک، د ياد فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري او د کابل ښار د کلبونو مالکينو او د سنوکر لوبغاړو ګډون کړی و.

په پيل کې د‌ المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ورزشي سلاکار ګلاب الدين خپلواک ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او اړوندو نويو اصلاحي اصولو پر اړه يې خبرې وکړې ويې ويل: دغه اصول د سنوکر لوبو ته د مثبت چاپېریال رامنځته کول، د اسلامي ارزښتونو رعایت، د ځوانانو سالم مصروفيت او د ټولنيزو اصولو په پلي کولو کې خورا مهم دي او بايد پاملرنه ورته وشي.

هېره دې نه وي چې دا اصلاحي اصول د ورزش ادارې د دعوت و ارشاد ریاست، د سنوکر ملي فدراسيون او د امر بالمعروف محترم وزارت ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار يوه بېلګه ګڼل شوې او د کلبونو مسولينو وعده وکړه، چې دغو اصولو ته به ژمن پاتیږي او د يادو اصولو تر چتر لاندې به خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۲
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې له شپږو ولایتونو د ۱۸۰ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، غزني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۴
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سي ګروپ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۳
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

BACK TO NEWS