نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې دواب ولسوالۍ لوبډلې په ټاکلو لس ۱۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۱۵ منډو هدف وټاکه په مقابل کې عقابان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۳۴ منډې جوړې کړې او لوبه يې په ۸۴ منډو په ستر توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرکټ سياليو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS