ریال مادرید لوبډله د کلبونو فوټبال نړۍوال جام له پایلوبې پاتې شوه

د کلبونو فوټبال نړۍوال جام څلور غوره لوبډلو پړاو په وروستۍ سیالۍ کې ریال مادرید د ۴ – ۰ ګولونو په توپیر د پاریسن ژرمن لوبډلې پر وړاندې ماته وخوړه او له پایلوبې څخه پاتې شوه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې به پاریسن ژرمن د چیلسي پر وړاندې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه د امریکا متحده ایلاتو په نیوجرسي ښار کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د ویلو ده، چې دغه سیالۍ د ۳۲ لوبډلو په ګډون د روان میلادي کال د جون پر ۱۴مه د امریکا متحده ایلاتو په کوربهتوب پیل شوې او د جون پر ۱۳مه به پای ته ورسېږي.