زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۲۶
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کېک جیتسو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد عبدالقیوم کلب لومړی، استاد علاؤالدین کلب دویم او استاد باچا کلب بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۴۲
Background image

په پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي سټډیوم کې، د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او سپورټ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۳۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه شنبه، د زمري ۷مه، ۱۴۰۴

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۲۳:۲۹
Background image

نیمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د چخانسور ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS