سمنګان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۱۴
سمنګان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد امريت په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې قندهاري لوبډلې خپلې سیالې فيضي لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته د ځوانانو هڅول، د غوره لوبغاړو موندل او له نشه يي توکو څخه د ځوانانو لېري والی و، چې درې اونۍ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د سمنګان ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۸
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د امیري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۷
Background image

خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند حبشخېلو غره کلي کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۵۳
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS