د ننګرهار ولایت په مرکزي زندان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون له لوري او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې چپرهار لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې بهسودو لوبډلې ته مات ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د زندانیانو د ذهني آرامتیا او سالمې تفرېح په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.
