زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۷:۲۳
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له څلورو کلبونو د ٢٤ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د سمیع الله کلب لومړی، محمدالله کلب دویم او د مردان کلب درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS