چیلسي او فلومیننزه لوبډلې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووتې

org2_admin
چیلسي او فلومیننزه لوبډلې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووتې

د کلبونو نړۍ‌وال جام سیالیو اته غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې الهلال د فلومیننزه پر وړاندې ۲ – ۱ او پالمیراس د چیلسي پر وړاندې پر همدې پايلې سره سیالۍ بایلودې او له دغه پړاو څخه بهر شوې.

د دغه پړاو راتلونکو دوه سیالیو کې به سبا (یکشنبه، د جون ۵مه) بایرن مونیخ د پاری سن ژرمن پر وړاندې او ریال مادرید به د دورتموند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د ویلو ده، چې د یاد پړاو سیالۍ د امریکا متحده ایالاتو په کوربه‌توب د روانې میلادي میاشتې پر ۴مه نېټه پیل شوي او تر ۶مې به دوام وکړي.