پکتیا؛ احمد اباد ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې فیروز ځوانانو لوبډلې د ٢/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې عیسی خېلو عالي لیسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د ليرې والي په موخه پیل شوې دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.
