هلمند، مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۱
هلمند، مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د بولان ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د بولان ځوانانو او امید جاویدانو لوبډلو ترمنځ پرته له ګول وهلو مساوي شوه خو په پنالټیو کې بولان ځوانانو لوبډلې د ٤/٣ ګولونو په توپیر خپلې سیالې امید جاویدانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د فوټبال لیګ سیالیو ته د چمتووالی په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS