پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د عثمان او پیرکوټي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه عثمان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٨ منډو هدف وټاکه. پیرکوټي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ٨٨ منډې وکړې او د ٦٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.