کونړ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۸:۵۹
کونړ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار اړوند څاګي سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ماموندزي او چلینجر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ماموندزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٥٨ منډو هدف وټاکه. چلینجر لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې پهٔ وروستي اور کې د نهو ویکټو په زیان په پوره کړ او د یوې ویکټې په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې دولس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زمرخېلو ټایګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS