کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۴۵
کندز؛ دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د ماريکس شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د ارچي پيروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې پر دشت ارچي ولسوالۍ سربيره د کلباد ولسوالۍ لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې ارچي پيروزي لوبډلې خپلې سيالې تاجک قشلان پيکان لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ارزګان پوهنتون د پنځو پوهنځيو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د جلرېز وحدت لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

بلخ؛ مزار شریف ښار کې د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول زرم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS