پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۳۷
پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د زرمت ولسوالۍ په جبارخېلو سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د مریاڼو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه لوبه کې مریاڼو لوبډلې خپلې سیالې کولالگو لوبډلې ته د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سیالۍ د سیمې خلکو لپاره د سالمې تفريح او د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه پيل شوې وې، چې نهه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۱۴
Background image

باميان؛ په‌ پنجاب ولسوالۍ کې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د دوديزو لوبو مدیریت له لوري په پنجاب ولسوالۍ کې د ۲۰ کسانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې ناظر، احمد او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۱۰
Background image

غور؛ په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري په‌ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ميهن او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۷
Background image

کندز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

BACK TO NEWS