زابل؛ قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۲۳ - ۱۰:۴۰
زابل؛ قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د عمري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سیالیو کې د عمري، منصوري، ج.ه.ا.د.ي م.درسې الف او ج.ه.ا.د.ي م.درسې ب لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې عمري لوبډلې خپلې سيالې ج.ه.ا.د.ي مدرسې الف لو‌بډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو څلور ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لوبغاړو ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS