پکتيکا؛ سرحوضه ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۴۶
پکتيکا؛ سرحوضه ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په‌ سرحوضه ولسوالۍ کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې اتفاق الف د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، اتفاق ب لوبډلې دويم او چکان لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سیالیو موخه د نيزه وهنې لوبې ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS