تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۴۳
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز تالقان ښار په بولک اورتبز کلي د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د اتحاد او پيروزي لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۳:۳۷
Background image

کابل؛ د پهلوانۍ ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍنړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران ته روانه شوه

د هېواد پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۴ کسيزه ملي لوبډله د پهلوانۍ ګريګورومن سبک نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د یوسف خېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۲
Background image

BACK TO NEWS