کابل کې د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۱:۱۵
کابل کې د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون له لوري، د سور صليب نړيوالې کمېټې په همکارۍ او د نووف اونلوس خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ د هېواد د شپږ غوره الف لوبډلو ترمنځ درې ورځې وړاندې پيل شوې، د ويلچر باسکټبال ټورنمېنټې سيالۍ، د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د ۶ لوبډلو ( کابل، بلخ، بدخشان، ننګرهار، فارياب او هرات) ترمنځ پيل شوې وې، چې په پايلوبه کې يې نن چهارشنبه د کابل ويلچر باسکټبال لوبډلې خپلې سيالې بلخ لوبډلې ته د ۷۲ ـ ۴۹ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه راز د بلخ لوبډلې دويم مقام او بدخشان لوبډلې بیا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې، د المپيکي چارو رييس ښاغلي داد محمد پاينده اختري، د دې ادارې مشاور او د پارا المپيک ملي فدراسيون سرپرست رييس، محمد يوسف افتخار، د سور صليب نړيوالې کمېټې مالي رييس، مارک ريورز، د نووف اونلوس خيريه مؤسسې مشر البرټو کایرو او نورو مسوولينو ګډون کړی وو.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ د لوبغاړو د ظرفيتونو د لوړولو او ملي لوبډلې ته د غوره څېرو پيژندلو په موخه کابل کې د سور صليب نړيوالې کمېټې په جمنازيم کې پيل شوې وې، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۱۹
Background image

د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون لپاره نوی مسؤل وټاکل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پهلوان زبیر قيومي پر ځای الحاج ملا حیدر حیدر د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون نوی مسؤل وټاکل شو.

د هېواد د ورزش ادارې رهبري او ورسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۱۶
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ په همغږي او د التنسیق خصوصي ښوونځي له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

پکتيکا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مسواس سيمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې دوې ورځې يې. . .

BACK TO NEWS