کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د سوک وهنې په نړيوالو او اسيايي سياليو کې مډال ګټوونکي ورزشکاران وستايل

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۰
کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د سوک وهنې په نړيوالو او اسيايي سياليو کې مډال ګټوونکي ورزشکاران وستايل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري د سوک وهنې په نړيوالو او اسيايي سياليو کې ۷ مډال ګټونکي ورزشکاران، د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.

دغه ستاينغونډه، د المپيک کمېټې د غونډو په تالار کې د هېواد ورزش ادارې د عمومي رييس ښاغلي، مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو رييس، داد محمد پاينده اختري، د المپیک کمېټې معاون باورخان هوتک، ورزشي مشاور، قاري حيات الله رحماني، د نشراتو رييس اتل مشواڼي، د بوکس فدراسیون مسوولينو او رهبري او مډال راوړونکو ورزشکارانو په شتون کې وشوه.

په یاده غونډه کې، د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس، ښاغلي مولوي احمدالله وثيق مډال راوړونکو ورزشکارانو ته د دې سترې لاسته راوړنې مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د ورزش ادارې رهبري به په ټول توان سره د ورزشکارانو ملاتړ کوي او دوی ته به د نورو بهرنیو سفرو زمینه هم مساعده کړي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د ورزش ادارې د ملاتړ او ښه فرصت له وجې افغان ورزشکارانو په دې وروستیو میاشتو کې له بهرنیو سیالیو څخه ښې لاسته راوړنې درلودلې دي، چې ساری یې مخکې نه لیدل کیږي.

په دې ستاينغونډه کې ۵ هغه سوک وهونکي، چې د سريلانکا په کوربتوب د سوک وهنې اسيا جام سياليو کې يې درې د سپينو زرو او دوه د برنزو مډالونه ګټلي وو او همدارنګه دوه هغه سوک وهونکي، چې د ايران په کوربتوب د پهلوان پوريای ولي جام سياليو کې يې دوه د برنزو مډالونه ګټلي وو، وستايل شول.

د يادونې وړ ده، چې د سريلانکا په کوربتوب د سوک وهنې اسيا جام سياليو کې برخه اخيستونکي ورزشکاران تېره ورځ هېواد ته راستانه شول، چې د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري يې تود هرکلی وشو او نن يې د يو غونډې په ترڅ کې د دوی لاسته راوړنې وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS