د کابل ختيځ زون د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د کابل ولایت د ختيځ زون له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې به ۱۲۰ پهلوانان له ۵۷ تر ۱۲۰ کيلو ګرام وزن په ۱۰ بېلابېلو وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې ۴۰ تنه د کابل ختيځ زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ختيځ زون په کچه د غوره پهلوانانو موندلو په موخه پيل شوې، ترڅو د ملي لوبډلې راتلونکو ټاکنيزو سياليو کې د کابل ختيځ زون په استازولۍ ګډون وکړي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.
