بلخ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشریف ښار په رحيمي اتلانو کمپ کې د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې.
په دغو سیالیو کې به ورزشکاران د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړي.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
