فاریاب؛ مرکز میمنه ښار کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۱:۴۸
فاریاب؛ مرکز میمنه ښار کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز میمنه ښار کې د ۶۴ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او له ۶۰ کیلو ګرام څخه تر ۷۳ کیلو ګرام وزني کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې اندخوی ولسوالۍ ورزشکارانو لومړی، بل‌چراغ ولسوالۍ ورزشکارانو دویم او د مرکز ورزشکارانو بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۲۱
Background image

د افغانستان د ورزش ادارې عمومي رییس د روسیې د پاراالمپیک فدراسیون له رییس سره وکتل

د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومی رییس مولوي احمد الله وثیق او ورسره پلاوي د روسیې د پاراالمپیک کمېټې له رئیس پاول الکسیویچ روژکوف سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د پارا المپیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۲:۱۵
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې په نړۍواله جام او جشنواره کې سیرالیون ته ماته ورکړه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړۍ وال فدراسیون له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنواره کې خپله لومړۍ لوبه له سیرالیون هیواد څخه د ۱ـ ۲ ګولونو په توپیر وګټله.

په. . .

BACK TO NEWS