تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۹:۳۵
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په اق مسجد کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې ۳۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

BACK TO NEWS