بارسلونا د اسپانیا فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

org2_admin
بارسلونا د اسپانیا فوټبال غوره لیګ اتلولي وګټله

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ ۳۶‌مې اونۍ پر دوام؛ بارسلونا د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر اسپانیول لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه لیګ اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ کې لامین یمال او فرمین لوپیز د بارسلونا په ګټه یو، یو ګول وواهه.

بارسلونا پر دغه لیګ سربېره، د اسپانیا فوټبال سوپر کپ او د اسپانیا فوټبال د شاه جام اتلولي هم ګټلې ده.

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ د شل لوبډلو په ګډون ۳۶ اونۍ وړاندې پیل شوی او دوې اونۍ به نور هم دوام وکړي.