بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۶:۴۱
بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په ثمرقند کلي کې د پسرلني جام په نوم د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول وشوې، په پایله کې ۲۵ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۰:۲۵
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شینا ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۰:۲۲
Background image

د هرات مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۰:۱۹
Background image

ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۴۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چمن آباد لوپدلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS