النصر لوبډلې الاخدود ته ماته ورکړه

org2_admin
النصر لوبډلې الاخدود ته ماته ورکړه

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ ۳۱مې اونۍ پر دوام؛ النصر د ۹ – ۰ ګولونو په توپیر الاخدود ته ماته ورکړه.

النصر د دغې سیالۍ په ګټلو سره درې امتیازه تر لاسه کړل او له ۶۳ امتیازونو سره درېیم مقام ته پورته شوه، خو لا هم ۱۱ امتیازه تر الاتحاد لوبډلې شاته ده.

په ورته مهال کې د الهلال او ال عروبه لوبډلو تر منځ په سیالۍ کې، الهلال د ۴ – ۰ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او له ۶۸ امتیازونو سره په دویم مقام کې لا پیاوړې شوه.

دغه لیګ د ۱۸ لوبډلو په ۳۱ اونۍ مخکې پیل شوی و او درې اونۍ به نور هم دوام وکړي.