بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شورتپه ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۱۳۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۵ جوړو لوبې مساوي او ۴۰ تنو کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه خپل کړل.
د یادو سیالیو موخه د کورش ورزش ته وده ورکول او خلکو ته یوه سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
