کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۳۷
کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ووشو جمنازيوم کې د کابل ښار له ۳۰ کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د استعداد موندنې سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پیل شوې وې د ۴۰ غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، په پايله ۴۰ غوره ورزشکاران وټاکل شول، چې ټاکل شوي ورزشکاران به د کابل ښار د ووشو منتخبو سياليو کې هم ګډون وکړي.

د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، د ووشو ملي فدراسیون رهبري، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار ووشو منتخبو سياليو ته د غوره ورزشکارانو موندل او ورزشي استعدادونو ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۹:۳۸
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د نن ورځې په زړه پورې انځورونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

BACK TO NEWS