بارسلونا لوبډلې ریال مادرید ته ماته ورکړه

org2_admin
بارسلونا لوبډلې ریال مادرید ته ماته ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ ۳۵مې اوونۍ پر دوام؛ د دغه لیګ دوه مخکښو لوبډلو تر منځ په سیالۍ کې بارسلونا د ۴ -۳ ګولونو په توپیر ریال مادرید ته ماته ورکړه.

بارسلونا د یادې سیالۍ په ګټلو سره له ریال مادرید څخه اووه امتیازه مخته شوه او له ۸۲ امتیازونو سره د جدول په سر کې لا پیاوړې شوه.

په دغه سیالۍ کې د ریال مادرید په ګټه درې واړه ګولونه کیلیان امباپه ووهل او په مقابل کې یې لامین یامال او اریک ګارسیا یو ـیو ګول او رافینیا دوه ګولونه د خپلې لوبډلې په ګټه ووهل.

دغه لیګ د ۲۰ لوبډلو په ګډون ۳۵ اونۍ وړاندې پیل شوی و او ۳ اونۍ به نور هم دوام وکړي.