پکتيا کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۱۸
پکتيا کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو يوني فايټ سبک سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

په يادو سیالیو کې له زابل، کابل، کندهار او کوربه پکتيا ولايت څخه ۷۸ ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې پکتيا لومړی او کابل بيا دويم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې ۴۰ غوره پهلوانانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS