د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله ایران ته روانه شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۱۳
د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله ایران ته روانه شوه

د افغانستان د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله، د لویدیځې اسیا بېس بال کپ سیالیو کې د ګډون په موخه نن(یکشنبه) ایران ته روانه شوه.

یادې لوبډلې ته د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د ښې استازولۍ سپارښتنه وکړه او په دغو سیالیو کې یې د ښه ځلېدو او تجربو حاصلولو هیله وکړه.

دغه سیالۍ د ایران په کوربه‌توب، د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیلېږي او تر ۲۱مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۱۰:۳۶
Background image

د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق پیغام!

د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو په مناسبت، د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق پیغام!

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۱۰:۳۵
Background image

ننگرهار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او-سپورټ سبک سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال آباد ښار په پنځمې ناحيې ورزشي جمنازيوم کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او - سپورټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۱۰:۳۴
Background image

زابل کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې.

په. . .

BACK TO NEWS