کابل کې د ۲۰ کلبونو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې
د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار په خيرخانه کې د ۲۰ کلبونو د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست رئیس مولوي عتیق الله خالد او د پهلواني فدراسیون یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی و.
په يادو سیالیو کې پر کابل ښار او ولسواليو سربېره له پروان کلبونو څخه پهلوانانو په لسو وزني کټگوريو کې گډون کړی و، چې په پايله کې خراسان انجمن کلب پهلوانانو لومړی مقام ترلاسه کړ او همدارنگه ۴۰ غوره پهلوانان ونومول شول.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه له نشه توکو څخه د ځوانانو ليرې والی وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
